هغه څوک دی ، چه زما مدافع وکیل ویل کیږی

UNACCOMPANIED CHILDREN
Audio file
Video file

 که چیرې په بلغاریه کښې بې له موراو پلاراو یا د کورنۍ غړۍ چه ستاسره وی ،یې نو په هغه صورت کښې د بلغاریې دولت ته ضروردی چه تاته یوځانګړۍ سړۍ وټاکی چه د تا په مسّله کښې مسؤل اوځواب ورکوونکې وی ، دغه سړۍ د تا «مدافع وکیل » دۍ چه کولای شی دغه کس ښځینه او یا نارینه وي

دغه مدافع وکیل د تا د پروسیجروپه سمه او دقیقه توګه د مخ ته وړلو په هکله مسؤل دی او دغه دنده لری چه د تا د حقوقو نه دفاع وکړی .دغه وکیل ته د بلغاریې د دولت لخوا نه پیسې ورکول کیړي ، لدغه کبله چه د تا د حقوقو نه دفاع او د تا نه ملاتړ کوی ته هیڅ ډول پیسې ورته نه ورکوې 

د مهاجرینود ادارې کارکوونکې ، هغه څوک چه د تا پروسیجرمخته بیایي او ټاکل شویده هغه مکلفیت لری چه تراووه ورځونه وروسته له هغه نه چه ته راجستر( نوم لیکنه ) شوی یې تا ته یو سند ورکړی چه په هغه کښې د تا د وکیل نوم چه تاسره د تا د کډوالۍ په پروسیجر کښې مرسته کوی او څه ډول کولای شې چه هغه سره اړیکې ونیسې ، لیکل شوی وی ، چه دغه کس کولای شی ښځینه او یا نارینه وی

 د تا مدافع وکیل مخکښې له هغه نه چه د کډوالو ( مهاجرینو ) د ادارې لخوا نه تاسره مرکه « انټرفیو » وکړی باید تاسره وګوری ، ترسو چه هغه ټپوسونه چه د کډوالو د پروسیجر په هکله په بلغاریه کښې او همدارنګه د تا د پروسیجر په هکله لرې هغه ته تا ته ځواب ورکړی .

 مدافع وکیل مؤظف دی چه دتا په ټولومرکې « انټرفیو» کښې چه د کډوالو(مهاجرینو ) د ادارې لخوا نه تاسره کیږی حاضر وی ، او همدارنګه هروخت کښې چه تا ته کوم سند ورکوی چه لاسلیک یې کړې وکیل باید حاضر ووسي

هیڅ څوک حق نلری چه تا مجبور کړی او یا په زوره په کوم اسنادونو او یا کوم بل ورقونو کښې لاسلیک وکړۍ که چیرې د تا وکیل تاسره نه وي